جمعه بیست و نهم بهمن 1389

ویساخانه شپږ ورځي وروسته دي دبریدسیمه وکتل ؟


ای دکندهار کاناډ‌ا سالار والي تاته لکه چي دکندهار دشنبې دورځي بریدونه  او په هغه کي وژني  او عامه شتمنۍ ته ور اوښتي زیانونه  هیڅ ښکاریدل چي ایله د پیښي څخه ۶ ورځي ورسته نن دخپلي خزې راواتې  او دسیمي لیدو ته راغی هغه هم په داسي حال کي چي خپل کاناډائې خدایانودي   دساتني زمه پرغاړه لرله .

ښاغلی ویسا ستا  دویري  او بې غیرتۍ  دغه تماشا نن په کندهار کي دملي تلویزون څخه کندهاریانو په خپلو سترګو لیدل . په داسي حال کي چي سیمه دا شپږ ورځي کیږي چي دخلکو لخوا  په مسلسل ډول پاکیږي نه پوهیږم ، ای شرابي او غافله والي دا نن ته دڅه  شي لپاره دغه سیمي ته راوتلی وې؟؟ ښائې همدا به دي  کتل چي خلکو سیمه پاکه کړې ده که نه ځکه تاته  خو هغه یوسلو دیرش کسه زخمیان او شهیدان انسانان نه ښکاري  که انسانان درته ښکاریدل  نو په هغه ماسپیښن به پر درې بجو چي برید پای ته ورسید سیمه  په خپلو سترکو کتلی وائې او دمړو او زخمیانو دپوښتني لپاره به روغتون ته ورغلی وائې !!!!!!!!!!! خو افسوس ..

ویسا خانه نن دي ثابته کړه چي په ریشتیا چي محمدزی ئې  ځکه ښه ئې ویلي دي چي محمدزي یوازي خپله خیټه ښه مړولای سي نور نو دبل څه تمه مه ترې کوئ .

دکندهار په دې درست پنځه زره کلن تاریخ کي تا غوندي یو بې همته ، بې غیرته ، بې پروا ، بې رحمه ، فاسداو غافله والي نه ترسترګو کیږي . هیڅ والي شپږ ورځي وروسته په داسي ستر ناورینو کي برخه نده اخیستې لکه تاچي واخستل . بلکې دکندهار هر والي د ډيرو وړو وړو پیښو په رامنځته کیدو سره  هم دکندهاریانو سره خپل خواخوږي په هم هغه ګړي مخامخ دپیښي په ځای کي څرګنده کړې ده .

ویسا خانه ستاسي دي خوا نه بدیږي لاکن زه خو ستاسي پر پښتونولي او نارینه توب دواړو شکمن یم .  یوځل دي له سره پر پورته فطري ترکیب غور وکه او ځان هغسي نړی ته ښکاره که  لکه څنګه چي اصلا ئې ، ځکه نارینه هیڅ کله داسي نه کوي لکه تا چي نن ورکړه .

زما په فکر نارینه هغسي وي لکه اسدالله خالد چي ددرست کندهار هم نه خوښیده بیا هم دهر برید په ساحه کي به خلکو داسي لیده تابه ویل یو ژورنالیست دپیښي په ساحه کي راپور چمتو کوي  ، نارینه هغسي وي لکه ګل اغا شیرزی چي د هري پیښي ورسته به  سرتور سر او لڅي پښې په روغتونو کي ګرځيده او زخمیانو ته به ئې هر ډول مادي او معنوي امکانات برابرول . ان دهغوی لپاره به ئې خپله وینه ورکول .

ښاغلی ویسا خانه لږ خو دکاناډ‌ا  دغلامۍ توک  له غاړي وباسه او دکندهارپر دې ویجاړه ، فاسده او ګډوډه  اداره له سره غور وکړه . که په خبر نه ئې نو زه به دي خبر کړم . راته غوږ سه .

۱ ـ  دکندهار دټولو دولتي پوستونو څخه دي ۶۰ ٪ خالي پاته دي  ؟ 
۲ ـ او دپاته ۴۰ ٪ مامورینو څخه ۳ ٪ دورځي په دفترو کي له بیري  حاضري ورکوي ؟ 
۳ـ دټولو ریاستو څخه دي نمائې ریسان نه لري او پاته ریساتونه دي سرپریستان چلوي ؟ 
۴ ـ دښووني اوروزي بهیر دي دونه پڅ دی چي شاګردان مکتبو ته اوس (باغي وحش ) نوم کاروي ؟
۵ ـ درغلي خو پریږده په هغه خو ته خبر ئې ځکه تاته ئې خپله ۵۰ ٪ ونډه در روانه ده ؟ 
۶ـ ولسوالۍ خو دي اوس اوس ابادي کړې ؟  هغه به هم نه یادوم ؟
۷ ـ پولیس دي ټول کندهار ټوپکیان بولي  په دې چي په سپینه ورځ د تلاښي په نو خلک شکوي . 
۸ ـ  استخبارات دي  یوازي دبېګنا خلکو په نیولو او ایله کولو تجارت کوي او ترڅنګ ئې د مخالفنو وښارته راننوتلو کي کمیشنونه ترلاسه کوي ؟
۹ ـ محکمه او څارنوالي دي په داسي کسانو ډکه ده چي دویډو کلپونه ئې دکندهاریانو تیلفونونه پرسر اخستي دي چي دڅو تنو خبریالانو سره په پرس کلب کي شرابونه پر سر اړوي . 
۱۰ ـ پوهنتون دي یوازي د حاضری کتاب ته ورته دي چي محصلین د پنځو دقیقو لپاره خپل نوم ثبتولو ته ورځي ؟
۱۱ـ بریشنا خودکندهاریانو هغه ارمان دی چي ډیرو ګور ته یوړ ؟ 
۱۲ـ ښاروالي دي لاره نه لري چی  سپئ ښاروال دي خپل دفتر ته لاړ سي . او د۱۴۲ مامورینو څخه یوازي ۳۰ کسه کارپکښي کوي خو هغه هم لکه ترورستان دعامو خلکو ځانونه پټ ساتی نه چي څوک ئې له منځه یوسي .(بخښنه دي وي دسپي کلمه مي ځکه وکارول چي کندهاریان ئې ټول په سپي ښاروال یادوي )
۱۳ـ ګمرک په ځکه نه یادوم چي هغه خو ستا او احمدولي خان په شراکت دي ؟
۱۴ ـ دترانسپورټ ریاست  خو اوس په پوسته رساني ریاست مسمی دی چي کابل ته مکتوب یوسه او راوړه ؟
۱۵ ـ دښځو ریاست خو ټول کندهار په (............ کلاچه )پیژني چي ستاسو دتفریح مهم مرکز بلل کیږي  ؟
۱۶ ـ افغانستان بانک او مستوفیت خو هغه ریاستونه دي چي خلک هرورځ دننه په زوره زوره پکښي ستاسي او کرزي صاحب ناموسونه یادوي چي دخلکو عادي کارونه په ورځو ورځو نه خلاصوي ؟
۱۷ ـ ددننه په ولایت کي دي څو پوسته خالي هغه خو به درمعلوم وي که نوي زه به ئې شمیره درکړم ۱۳ پوسته دي دمرستیال په شمول خالي دي ؟
۱۸ ـ حج اوقاف ، معدن ، انحصارات ،کار او ټولنیز ، پلان ، اقتصاد ریاستونه دي هغه ریاستونه دي چي مامورین ئې حاضري په خپل کور کي امضا کوي ، په ریاستونو کي یوازي چوکيداران شپې سبا کوي ؟
۱۹ـ داطلاعاتو کلتور ریاست دي دونه سمبولیک دی چي ستاسي په شراکت مافیا ئې  لرغوني تاریخي سمي راسپړي دونه څوک نه لري چي دمه کلیمه پرخوله ورته راوړي ؟
۲۰ ـ ځني ریاستونه خو دي عامو کندهاریانو ته ورمعلوم ندي چي چیرته موقیعت لري لکه دبهرنیو چارو ریاست ، دسرحداتوریاست او داسي نور ...؟

ښاغلي ویسا دا او داسي سلګونه ستونزي هغه څه دي چي ستادغفلت ، فساد او بې غیرتي څخه دعامو کندهاریانو عادي ژوند په محشر بدلوي . دسپوږمۍ صالون ، محبس او زرنګارصالون مخکني بریدونو ته ۷۱ میلونه افغانۍ خساره د دولت دبودیجې څخه ستا پښو ته په پاکټ کي نه راځي ترڅو ته ئې خپله غوښتنه مخامخ په کابل کي ونه کړې ، لاکن ته به ئې څه پوښتنه وکې ځکه چي دا دعامو کندهاریانو ته رسیدلی تاوان دی که ستا حصه پکښې وائې نو ان تر کاڼاډا به دي پسي ځغستلای .

ویسا خانه ستاکارونه چي کندهاریان ګوري هر یوه اوس دغه متل ګرځولی دی چي پر دې والي خو د(پسو دګنج )چوکیداري هم ډيره ده !!!!!!چي دونه ستره دنده نسې تر سره کولای نو ولي دي دولایت چوکې پر ځان سریښ نیولې ده ؟ بسته دونه خو دي خامخا پیداکړي دي چي ستا راتلونکي اتلس نسلونو ته کافي وي نور ددې ذلت او بې غیرتۍ دژونده استعفا ورکړه او لاړ سه په کاناډاکي په خلاصه فضا کي ژوند وکړه چي دژوند په لذت پوه سې . 
دا درسره زه وعده کوم چي کندهاریان  دي هیڅکله محکمې ته نه راکشوي ، بیخي بغمه اوسه دوی چي اسدالله خالد او نور راکش نکړه تا هم په خدای که راکش کړي ځکه  کندهاریانو نوردخپل حق غوښتنه دژوند له کتابه پاکه کړې ده .  

سلیمان اغا ـ دخوږ کندهاردپوپلزو کوڅه   

نوشته شده توسط عبدالقهار کتوازی در 23:12 |  لینک ثابت   • 

سه شنبه سی ام آذر 1389

پکتیا او پکتیکا تاریخ او پیژندنه یی

پکتیا او پکتیکا (د حیدر ځاځی نه په مننه )
د لرغوني يونان نامتو تاريخپوه هېرودت چې د تاريخ پلار يې بولي (484 ق م) دخپلو څېړنو په لړ كې ويلې پكتي = پكتويس هغه غښتلى او پياوړى اولس دى چې په پكتيا=پكتيخا اويا د " پاكتيا " په هېواد كې اوسي . بطليموس هم د پكتيانو ټاټوبى د پكتين هېواد ګڼي. لاسين – ترومپ – كريرسن او نور د "ويدا" د ادبي افسانې " پكهت " او د يوناني ګړدود " پكتويس " له اوسني پښتون سره په پرتله كوي او وايي چې دغه پكت = پښت = پكتويس ټبر چې درې نيم زره كاله پخوايې يادونه شوې همدا اوسني پښتانه دي خو د فيلالوژۍ پوهانو په اند دا ديوناني ګړدود او ليكدود له مخې ده چې په لږ توپير يې بڼه بدله شوې ده ، كريرسن دا خبره هم كوي " چې دا ايرانيان وو چې پښتنو ته يې د افغان نوم وركړ كنه دا همغه پكهت ټبر دى چې په ريګويدا كې يې يادونه شوې ده … 
دا نور نومونه يې د پرديو له خوا پر دوىْ اېښودل شوي دي … ولې پښتانه وو چې په افغانستان ، اصفهان او هند كې يې سترې امپراتورۍ جوړې كړې وې 
يوبل نامتو څېړونكى بيلو هم د پكتيا او يا پيكي پيكا يادونه كوي او دده څېړنه هم د هيرودت د يادونې په رڼا كې شوې ده خو د پكتيا څلور خوا وې داسې را په ګوته كوي : ختيز لور ته يې سيند، لويديز ته يې د هلمند رود (چې كندهار او زابل هم د پخوانۍ پكتيا سيمې دي) همدا ډول له سليمان غره نه را واخله تر سپين غره پورې (چې د ننګرهار سيمه هم پكې راځي او اّن ديره جات هم يادولاى شو ) او له دې سر بېره سوات، پښين، شال، كاكړستان او نورې سېمې د پخوانۍ پكتيا برخې ګڼلي دي 
ددې له پاره چې " بيلو " په ځانګړي ډول د پخوانۍ پكتيا بشپړ جغرافيوي انځور وړاندې كړي او دا وښيي چې د تاريخ په اوږدو كې دغه سيمه څومره پراخه وه او د اوس مهال له پاره كومې سېمې ترې وتلي دي خپل اند داسې ډاګيزه كوي : د پكتيا شمال ته باختر (بلخ، بدخشان، ميمنه)، مارګيانا (مرغاب او مرو)، جنوب ته ګدروسيا – بلوچستان، لويديز ته اريانا (هرات او خراسان)، درنګيانا (سيستان)، ختيز ته د باختر ځنې سېمې او نورستان، چترال او په منځني سيمو كې پارو پامسيس (غور او باميان) همدا راز د اراكوسيا (كندهار) نه يوازې زابل اّن د ګندهارا ځنې سېمې لكه پېښور، سوات، باجوړ او كابل شاوخوا سېمې په كې راځي گ ( وګورۍ جغرافيه تاريخي مير محمد غبار د مستر بيلو اند 135 مخ ) 
پكتيا لكه د "بهارت" مشهوره قبيله د باختري برخې د "ويدي" له مشهورو قبيلو څخه يوه قبيله ده چې پخوا نه يې په باختر كې ژوند كاوو. د 1900 – 2000 ق م په شاوخوا كې يو شمېر اّريايان له باختر نه كډه شول گ د پكتيانو قبيله دوه برخې شوه يوه برخه يې د هندوكش جنوب ته لاړه چې بيا داّريايانو جنوب ختيزو غرو په لمنو كې مېشت شول 
هيرودت " پكتي پكتيس ، پكتويس " په نوم ياد كړي دي … " ( پښتو اّريانا دايرت المعارف څلورم جلد 3738 مخ ) . وروستيو څېړنو د هيرودت دغه اّند د تامل وړ ګڼلى دى چې په دغه لړ كې يو هم مورګن ستيرني د يادولو وړ دى 
پوهاند مجاور احمد زيار هم ددې خبرې پلوى دى : " مورګن ستيرني په لومړۍ ليكنه (كابل 1975) كې لكه د مخه يې چې يادونه وشوه، له هغه وروسته چې د هيرودت پكتويس او پښتو اړيكې ردوي خپلې خبرې داسې اوږدوي : … مګر په پوره باور" پښتو" او"پښتون " دواړه نومونه سوچه پښتو اړه لري گ دغه وييونه ډېر ښه تراوسه هغه يوناني نامه سره سمون خوري چې په شمالي افغانستان كې پرې بطليموس پرسيويتي Parsueta نومي ټبر نومولي دي گ " ( وګورۍ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاكې م احمدزيار 134 مخ ) ډاكترپوهاندمجاور احمد زيار همدارنګه پخپل مشهور كتاب چې دمخه يې يادونه وشوه بل ځاى داسې كاږي : " له پښتون سره د هندي پكهت Pakht او يوناني پكتويس د اړوندې پېړييزه ببولاله هم زموږ د دوديزو او اماتور فېلالوجيستانو په خوله او زړه كې داسې را پرېوتې چې دهخامنشي " پارس " ميخي ډبرليكونو غوندې يې د خپلو اړوندو ليكنو څېړنو سرليكه (سرلوحه) ګرځولى … " ( هماغه اثر 112 مخ ) 
سيال كاكړ د پخوانيو متونو په رڼا كې د پوهاند عبدالحى حبيبي د اند پلوى دى او پخپله ليكنه كې په دې ټكې ټينګار كوي : " د ريګويدا په حواله دپښتنو هېواد دپكتيا تراشلى نوم دى. كله چې اّريايان له اّريانا ويجه څخه كډه شول په بخدي كې يو په زړه پورې مدنيت لاسته راووړ … " (سيال كاكړ پښتو او پښتانه كويټه 1976 – 27 – 28 مخونه) د هېواد نامتو څېړونكى او تاريخپوه غلام محمدغبار په دې اړه كښلي دي : " له تاريخ نه د مخه هغه مهال چي اريايان له منځنۍ اسيا نه باختر ته راغلل ډېر شمېر يې په "پاختيا كې" ځاى په ځاى شول … چې لومړى په پاكتيان او بيا ورورو په پاكتين مشهور شول گ" ( وګورۍ جغرافيه تاريخي افغانستان ميرغلام محمدغبار136- 137 مخونه )
همدا ډول ځنې نور څېړونكي هم په دې اند دي چې د اريايانو د غوره او مهمو مركزونو څخه يو هم پكتيا يا پاختيا ده چې يوه څېړونكي په دې اړه كاږلي دي : "پاختيا يا پكتيكا چې د اّريانا ختيزه او جنوبي سيمه وه اوسني ځايونه يې (تاريخي ګندهارا يعنې كابل تر پېښوره اوسنۍ پكتيا او بدخشان دى لكه باجوړ، پېښور، كابل، د غازي خان دېره، تاريخي ګندهارا او بلوچستان دي " ( وګورۍ :داّريانا موقيعت: ډاكټرګلجان وردګ او يا H . H. Ariana Antiqua and coin of Afghnistan, London,p.125-155 . ) 
دغه تاريخي نوم اوس د افغانستان په يوه ولايت ايښودل شوى دى چې پاكتيا نوميږي گ نوموړى ولايت د افغانستان په جنوب ختيز كې پروت دى چې يو وخت د جنوبي ولايت په نوم ياديده گ پلازمېنه يې د ګردېز ښار دى چې ځانګړى ارزښت لري ځكه چې د ګردېز اوسېدونكو تل له خپل ټاټوبي نه د يوه پوځي مورچل په څېر ساتنه كړې ده گ د بېلګې په توګه هغه مهال چې د كابل پاچا د اسلام د لښكرو له وېرې وتښتېد نو بيايې د ګردېز حصار ته ورغى او تر ډېرې مودې د ګردېز په بالاحصار كې پاتې شو ، دغه خټين بالاحصار دهغه ځواكمن اولس د ننګ او اتلولي سنګر وو چې 40 متره يې لوړوالى وو 
دګردېز لاسي صنايع اوږد تاريخ لري اّن د بوديزم له مهال نه يې د انځور ګرۍ هنر ته ځانګړې پاملرنه كړې ده د حدودالعالم بېنومه ليكوال كاږلي دي چې ګردېز د غزني او هندوستان تر منځ په لويه لاره كې پروت دى او يو ډېر ټينګ " حصار " لري ( 71 مخ ) دګردېز شمال ختيز لور ته 30 كيلومتره لرې يوه بله تاريخي سيمه چې ډېر لرغوني اثار پكې ترسترګو شوي " ميرزكه " نوميږي چې په 1326 كال ډېر لرغوني توكي چې د اسلام له سپېڅلي دين نه د مخه مهال په ګوته كوي د كابل موزيم ته ترې راوړل شول چې د زيږد نه 4 پېړۍ د مخه د زيږدي درېمې پېړۍ پورې چې 700 كاله كيږي ډول ډول لرغوني انځورونه په ميرزكه كې ځاى په ځاى شوي وو چې د ځنې څېړونكو په اند دهغو توكو شمېر چې كليوالو تر لاسه كړي وو 50 پنځوس زره سيكو ته رسيده چې له سپينو زرو او مسو څخه جوړ شوى وو 
مسكوكاتو كې دوه ډوله انځورونه تر سترګو شوي چې يو شمېر يې د ګندهارا دتمدن هغو توكو ته ورته دي چې د پنجاب په " تاكزيلا " كې تر لاسه شوي او بل ډول هغه انځورونه دي چې يو ټاكلى مهال په ګوته كوي او ځنو واكمنو تصويرونه په كې انځور شوي دي چې يوناني واكمن او اسكايې (ساكان) پاچاهان د بېلګې په توګه يادولاى شو. د يوناني واكمنانوپه لړ كې د "هرمايوس" سكې او د ساكانو د سپين زرو سكې او د "كدفيزس" او كنيشكا دكورنۍ انځورونه ديادولو وړ دي گ له ذكرشوو يادونو نه دې پايلې ته رسيږو چې دپاكتيا- پاكتيكا نومونه زموږ د هېواد په تاريخ كې د پام وړ ارزښت لري چې وګړي يې لومړى په بخديم كې استوګن وو او بيا د هېواد نورو سيمو ته ليږدېدلي دي چې اوس د هېواد دوه مهم ولايتونه پكتيا او پكتيكا په همدې نوم يادوو گ لكه چې يادونه يې وشوه ددغې سېمې يولرغونى ښار ګردېز وو چې ګردېز اوس دپكتيا پلازمېنه ده گ بابر پخپل كتاب تزك ( بابري نظام ) كې د ګردېز په اړه كاږلي دي : " … دا چې ګردېز ته ورسېدو ماخپل پوځ په څو برخو ووېشه اوپخپله د خپل ځانګړي پوځ په ملتيا په هغو پسې په وروسته وروسته ورتلم په لاره كې د پښتنو يو پنځوس كسيزه ډله ښكاره شوه … دغه پنځوس كسه مو ټول ووژل . سرونه مو ورڅخه پرې كړل او څلي مو ترې جوړ كړل.

نوشته شده توسط عبدالقهار کتوازی در 2:3 |  لینک ثابت   • 

دوشنبه یکم آذر 1389

پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨١ برخه ( سليمانخيل)


 
زموږ پښت پوهان او توکم پېژندونکي سليمانخيل دغلجيود قبيلي د ټولنېز ګروپ نه يوه مهمه قبيله ګڼي ٠ دغلجيو په ټو لنېز ګروپ کې د نورو قبيلو په پر تله دسليمانخيلو قبيله دشمېرا و وګړو له مخې هم يوه لويه قبيله ګڼله شوې ده چې دټولو وګړو شمېر يې٠ ١٣٠٠٠ تنه ښودل شوی دي ٠ دسليمان خيلو عنعنوي ټا ټوبی دپکتيکا اوسنی ولايت دی او زياتره سليمان خيل ددغه ولايت دکټواز،وازي خوا، ميټاخان او داو منې په ولسواليو کې استو ګنه لري ٠ 
دسليمانخيلو دقبيلې يو شمېر خلک دپکتيا ولايت په مرکز ګردېز او دزرمت او څمکنيو په ولسواليو کې هم استو ګنه لري او داسي ويل کيږي چې دزرمت ولسوالۍ تقر يبانېمه برخه په تېره بيا سهيلي برخه يې دسليمان خېلو نه ډکه ده (١) دسليمانخيلو يو شمېر ښا خونو او خيلو نو دخپل اصلي ټا ټوبي نه مهاجرت کړی او دننګر هار ولايت دسره رود ، حصارک او چپرهار په ولسواليو او همداراز دلغمان په ولايت کې مېشته دي چې په نو موړو ولايتو نو کې دغه ښاخونه او خېلو نه دجبار خيلو، معروف خيلو، ستاني زيو، دولتزيو، احمدزيو او بابکر خيلو په نامه يا ديږي (۲) ٠ همداراز دلوګر ،غزني، ميدان اووردګو، بغلان، کندز او کابل کې هم ډېر شمېر سليما نخيل استو ګنه لري٠ په للندر،تيزين،جګدلک، ګندمک ،الېشنګ ، دلوګر په التمور، سپيګه، سرخاب اوازره کې هم سليمانخېل استو ګنه لري٠

دکند هار ولايت په مرکز دکندهار په ښار کې هم يو شمېرسلیمان خیل غلجي مېشته دي  په تېره بيا ددوی يو ه پښه چې دينار خېل نو ميږي اوپه خپلو نومونو د کندهار دښار په  منځ کي کوڅې لري چي شمیر ئې هم ۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي ٠ دکندهار د سليما نخيلو کې يو هم  ملي پانګوال تیمورشاه خان احمدزی وچې په لومړي ځل يې په افغانستان کې دکاغذ جوړولو  فابریکه جوړه کړه٠ داسي هم ویل کیږي چي د کندهار سلیمان خیل په اصل کې له کټوازه  راغلي او دلته يې اوس شپږم نسل ژوند کوي ٠ د کندهار دینارخیل پښتانه اوس هم په  کندهار کي د ځانګړي شهرت څښتنان دي او د خلکو تر مينځ له عقيدوي پلوه د ځانګړي  درناوي نه بر خمن دي ٠اوس هم د کندهار خلک خپل ماشومان د خوردو اوا ودو لپاره  دینارخیلو ته بیاېې ،په تېره بيا هغه ماشومان چي ژبې يې بنديږي او دخبرو کولو  ستونزې لري د دینارخیلو په خوردو يې ژبې پرانېستل کیږي ٠ (۳)

پر افغا نستان بر سېره ډېر شمېر سليمانخيل په پښتو نخوا او هم دپا کستان دکراچۍ په ښار کې استو ګنه لري٠ 
يو شمېر سليمانخيل دهندو ستان په ختېز بنګال په تېره بيا کلکته( کولکته)،بمبئي (مومبای ),داسام په ايالت چې سليمانخيل يې اشام بولي، بيهار او اوړيسا کې استو ګنه لري اوخپلې سوداګرېزي چاري او معا ملې پر مخ بيايي٠(۴) 
  با يد ياد ونه وکړو چې ستر بنګالي شاعر او ليکوال او په ادبياتو کې دنوبل دجايزې ګټونکي رابيندرانات ټيګور(١٨٦١-١٩٤١زېږدېز ) چې دکابلي والا کو مه کېسه ليکلې ده او بيا په ١٩٥٦ کال ترې يو فلم هم جوړ شوی دی د يو تن پښتون رحمت خان کېسه ده چې په اصل کې سليمان خېل پښتون و٠ همداراز د يوه بل پښتون سليمانخېل جانباز او دهغه دمير منې شوسميتا بينرجي نه هم هند يا نو په ٢٠٠٣ کال کې يو فلم جوړ کړی دی٠ (۵)

دسليمانخيلو دقبيلې ختېز ته دخروټو قبيله، جنوب ته يې دډيورنډ کر ښه، لوېدېز ته يې تره کي او شمال خواته يې اندړ موقعيت لري٠ 
دسليمانخيلو دقبيلې ښا خونه او خيلونه :

دسليمانخيلو قبيله ه ډېرو څانګو ، ښاخونو او خيلو نو ويشلې شوې ده چې دځينو نو مونه يې دادي: احمدزي،صالح خېل،منزي، دينارخېل، شاه توري،علي خېل، نظام خېل، شاه خېل،قلندر خېل، عيسی خېل، معروف خېل،بابکر خېل، جبارخېل، ستا نيزي، ستانکزي،موسی خېل،ټغر، کړوخېل،يحيي خېل، بادين خېل،اسماعيل زي، عبدالرحيم خېل،ډاسو،ګل خېل،منه خېل،سلطان خېل،نسو خېل،سر خان خېل، مموزي،مندوزي، خواجه خېل، نسو خېل،سدو خېل، دولتزي، غني خېل، ګلداد خېل،ساغري،روکي،لنډيزي ،ادين خېل، ،جلال زي،کلا خېل، محمود خېل، مشن خېل،پاينده خېل،ممارخېل،اتمانخېل،شېرپای،امېرخېل، مټا خېل،غيبو خېل، ناخېل،فتح خېل،جاني خېل،حسن خېل،شبکي خېل، پيارو خېل، قطب خېل،مغل خېل او نور٠٠٠ (۶) 
يوشمېر سليمانخېل کوچېاني ژوند لري چې دژمي په مو سم کې دوزير ستان شنو او نسبتا تودو سېمو ته ځي او په دوبي کې دوازې خوا په شا او خواکې کيږدۍ وهي٠ 
دسليمان خېلو دکرنې ځمکې : 
سليمانخېل زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي٠ په کو مه سېمه کې چې دوی استو ګنه لري هغه ځمکه ډېره اواره او داوبو ستو نزې يې ډېرې دي،له همدې کبله ډېر خلک يې له کارېزونو نه ګټه اخلي٠ دتېرو څو لسېزو راهېسې دواټر پمپو نورواج هم پکې شته او خلک دهمدې واټر پمپونو په وسيله خپلې ځمکې خړوبوي٠ ددوی دسيمې زياتره ځمکې يو فصل حاصل ورکوي٠اقليم يې په ژمي کې سوړ او په دوبي کې تود دی٠ په شرنې او ځينو نورو بر خو کې خلک انګور،زردالو،مڼې،هندواڼې او خټکي کري٠ که چېرې دولت وغواړي چې ددوی ځمکې داوبو له پلوه خړوبې شي نو داوبو دبندونو دجوړولو امکانات پکې شته٠ (۷) 
خورا ک يې : 
سليمان خېل په خوړو کې دغنمو له ډوډۍ نه ډېره ګټه اخلي٠ ددې کبله چې دوی په مالدارۍ هم بو خت دي نو دکرو تو، شېدو، مستو، کو چو او هګيو نه هم استفاده کوي٠ دژمي په مو سم کې دو چو ميوو استعمال هم پکې رواج لري، خو دوريجو استعمال پکې لږدی٠ 
جامي يې : 
دسليما نخېلو دقبيلې خلک خورا غټې لو نګۍ په سروي چې زياتره ژيړ بخون رنګو نه لري٠ دوی پر خپلو اوږو څادرو نه هم اچوي چې په خپله لهجه کې تازر بولي٠ 
د ښځو جا مې يې په عمو مي تو ګه سرې او شنې دي٠ په پېغلو نجونو او ځوانو ښځو کې يې دګنډونواستعمالول هم شته٠دوی په جامو کې ډېرې مرۍ هم استعمالوي چې دکميسو نولستوڼي په زرتارو، ليسو او چر مو باندې ښکلي کوي٠ ددوی پر تو ګونه١٤ يا ١٥ ګزو ته رسيږي٠ ښځې يې په عمو مي ډول پڼې په پښو کوي چې دوی يې په خپله لهجه کې کپۍ بولي٠(۸) 
سليمانخيل په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠دوی ميلمه پا لو نکي او دعلم او پو هې سره مېنه لري ٠ دوی ديني عالمانو او پيرانو ته ډېر درناوی لري٠د افغان- انګرېز په دري ګو نو جګړو کې دانګريزي ښکيلاکګرو سره جنګيدلي او هم يې دروسي ير غلګرو په ګونډو کو لو کې يې خپل هيوادنی رسالت سرته رسولی دی٠

دسليمان خېلو دقبيلې ځيني مشهورې څيرې:

د نورو پښتني قبيلو په څېر دسليمان خېلو قبيلې هم په خپلې غيږ کې ليکوالان، شاعران او افسران رو زلي دي چې د ځينو نو مو نه يې په لاندې ډول دي : 
١- دپښتو ژبې نا متو شاعر او ليکوال ښاغلی سليمان لايق ٠ 
٢-داعليحضرت محمد ظا هر شاه په واکمنۍ کې دژاندارم او پو ليسوقو ماندان ښاغلی ارواښاد جنرال عبد الحکيم خان کټوازی چې يو ملي شخصيت و او بياورو سته په پېښور کې شهيد کړل شو٠ 
٣- ليکوال او متر جم ښاغلی نظا م الدين سليمانخيل چې دمحمد هو تک پټه خزانه يې له پښتو نه جر مني ژبې ته ژباړلې ده٠ 
٤-دمحمدظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې دننګر هار والي ښاغلی محمدګل سليمانخېل٠ 
٥-متقاعد جنرال ښاغلی حی ګل سليمانخيل٠ 
٦- دپکتيکا پخوانی والي ښاغلی محمد اکرم خپلواک٠ 
٧- په ولسي جرګه کې دپکتيکا ولايت دخلکو استازی ښاغلی نادرخان کټوازی٠

٨- دپښتو ژبې شاعر او ليکوال ښا غلی خيال محمد کټوازی٠(۹) 
------------------------------------------------------------------- 
ماخذونه او منابع : 
١-تواريخ خورشيد جهان،٢١٩-٢٢٠ مخونه٠

۲-معلومات مختصر درباره اقوام وقبائل ولايات سر حدي کشور-٧٤ مخ٠ 
۳- دبېنوا دويبپاڼې دمشر او چلوونکي ښاغلي خالد هادي حيدري هغه معلومات چې دسليمانخېلو دقبيلې په اړوند يې زماپه واک کې راکړل ٠ 
۴- دسليمان خېلو دقبيلې په اړوند زما شخصي ياددښتونه٠

٥- د مقالې دليکوال شخصي يا دښتونه ٠ 
۶- پښتني قبيلې،دپېښور چاپ ،١٧٤ مخ٠ 
۷- نوموړی اثر ،١٧٣ مخ٠ 
۸-دښاغلي محقق نظا م الدين سليمانخيل ياددښتونه چې زما په واک ې يې راکړي ول٠ 
۹- دسليمان خېلو دقبيلې په اړوند زما شخصي يادښتونه٠


نوشته شده توسط عبدالقهار کتوازی در 23:49 |  لینک ثابت   • 

دوشنبه هفدهم آبان 1389

دلړم زهردرمل دی


دلړم دبڼې اوشکل څخه دهرچاپه دې کرکه کیږی چی دلړم زهراغیزمن اووانسان ته تکلیف ورکوی اوکله هم دانسان دژوندپاڼې راټولې اودمرګ وکندی ته ئې وغورځوی، خوبل لورته داهرڅه الله جل جلاله پیداکړیدی اوپه هرڅه کی ئې ډېرحکمتونه نغښتی دی نودلړم نیښ چی زهرلری ولړم ته درزق دپیداکولویوه اله ده، چی لړم پخپل نېښ سره ډېرې خزندې(حشرات) لکه ملخ، خسک، خزدکه، جولاګی (غڼې) اونورپخپلودمخ په پښونیسی اودنېښ په استفادې سره هغه بې هوښه کوی، کله داحشره وژنی اوکله هم ژوندی وې، چی دادده لپاره خوراک شی، چی دلړم دزهرواغیزې پرحشراتو(Insects) باندی په څوډولوسره صورت نیسی، چی دادلړم په زهروپوری تړاولری، داځکه چی لکه څرنګه چی په لړمانوکی ډېرې نوعې شته همدارنګه ئې په زهرواودزهروپه جوړښت کی هم ښکاره توپیرشته؛ ځینی لړمان حشره بې هوښه کی، ځینې ئې فلج کوی اوځینی بیاداسی دی چی هرډول حشره ځای پرځای ختموی، دحشراتوڅخه علاوه لړم کله دانسان دمرګ سبب هم کیدلای شی، خوساینس پوهان بیاداوایی چی لړم ددومرې کرکې اونفرت وړنه دی چی هرځای په لړم پسې پلټنه وکوواوله مینځه ئې یوسو؛ خودااړینه ده چی بایدانسان دهرډول زهردرلودونکوخزندواوحشراتوڅخه ځانونه وژغوری۔ 
اوس ساینس پوهانودلړم زهرایستلی دی اوپه لابراتوارکی ئې تجزیه کړیدی، دلړم دزهروپه رازاوس ساینس پوهان پوه شویدی، اوپه پایلوکی ئې ددې زهروڅخه کیمیاوی موادهم جوړکړیدی؛ زهرپېژندونکی په دې انددی چی دد ی پرځای چی دحمله کوونکی سره مقابله وشی بلکه داپکارده چی دحمله کوونکی څخه دهغه توان سلب کړل شی اوورڅخه واخیستل شی اووڅیړل شی چی ددې څیړنوپه پایلوکی ساینس پوهان ودې نتیجې ته رسېدلې دی چی دلړم زهردسرطان (Cancer) څخه علاوه ددرد اونوروډېروناروغیولپاره بې بېلګې درمل اوعلاج دی۔ دحشراتودعلم پوهان په دې عقیده ده چی یوقسم زهردټاکسین (Toxin) په نامه سره لری چی لړم دهمدې ټاکسینوپه درلودلوسره پرنوروحشرانویرغل کوی، چی داټاکسین زموږلپاره یوه طبعی زېرمه ده، چی بایدپوره استفاده ورڅخه وشی چی په دې سره به دزهروڅیړنه په اینده کی ډېره روښانه شی چی دانسانانولپاره به هم روښانه اینده ولری۔ 
دزهرونړۍ: 
ډېرحیوانات زهرلری لکه مار، لړم، غالبوزه، غڼې، مچمچۍ، ځینی کبان، ځنځه، میږی، حلزون اوداسی نور چی دهرحیوان دزهرونوعیت اوځانګړتیاوې بېلې دې، دڅیړونولپاره دلړم زهرترټولوساده جوړښت لری چی هغه وشیدوته ورته رنګ لری، اوڅه ترشیدوخټه دی، دلړم زهردمختلفومالیکولوڅخه جوړشویدی چی په دې زهروکی په سلهاووکوچنی پروتینونه شتون لری چی دپیپټایډس (Peptides) په نامه سره یادیږی، چی زیات داپروتینونه زهری دی، چی ددې مطلب دادی چی داپروتین کولای شی چی وژونکو(حجرو) ته ضررورسوی اویائې له مینځه یوسی چی په نتیجه کی دګوزڼ سبب کیږی؛ دازهرجن مرکبات وحجروته داخلیږی ، تخریبوی ئې اوله میځه ئی وړی ؛ دازهرپه مختلفوبڼوسره حجرې تخریبوی، په لومړی ځل یوه حجره تخریبوی، مخکی له دی څخه داتخریب شوی حجره وبلی حجرې ته دویجاړیدوپیغام ورسوی پربلې حجرې حمله کوی اوهغه له مینځه وړی، چی په دې تسلسل کی دحجرودتخریب عملیه صورت نیسی۔ 
ساینس پوهانو دلړم دزهرودلاسته راوړولولپاره یوه اوږده فلزی اوکله هم غیرفلزی اله استعمالوی اولړم په څه واټن کی په دغه اله کی ټینګ نیسی، دنیولوڅخه وروسته ولړم ته معمولی دبرېښناتکان ورکوی، چی ددې تکان وروسته دلړم دنېښ څخه زهردفوارې په شان په تیزی سره وزې چی ساینس پوهان بیادازهرپه ټیوب (Test Tube) کی ساتی، دغه دزهرویوه فواره د(50ـ5) مایکرولیتره پوری کیږی، چی یومایکرولیتردلیترمیلیونمه برخه ده چی (50) مایکرولیتره اندازه یووړوکی څاڅکی کیږی۔ 
دلړم زهرپه زرهاووزهرجن مرکبات لری، چی په دې زیات خطرناکه دی، اولړمان ډېرډولونه هم لری، افریقایی وژونکی لړم چی پنډه اواوږده لکۍ لری د (Parabuthus Transaalicus) نومیږی، ځینی ددې لړمانوڅخه یوډول خزدکې وژلای شی اوبس، په ټولولړمانوکی دزهردلاسته راوړلولپاره همدغه افریقایی لړم ښه طبعی سرچینه ده۔ 
ټاکسین (Toxin) 
ټاکسین څه شی دی؟ 
ټاکسی هغه زهردی چی په ځانګړی ډول سره هغه پروتین یامزدوج پروتین چی دځینوبوټو، ځناورو، حشراتو اوپتوجن باکتریاګانوپه وسیله تولیدیږی اودنوروژوندیوموجوداتولپاره زهرجنی اغیزې لری۔ 
که یوه لورته ځینې خلک زهرتجزیه کول غواړی اوڅیړنې پکښې کوی خوبل لورته ټاکسین یودرمل هم دی، چی د انسانانواوزراعت لپاره مهم رول لری، دټاکسینوپه استعمال سره حاصلات دحشراتوڅخه ژغورل کیږی چی دحشراتوپه کنترول کی لړمان ارزښتناکه رول لری، دحشراتودهرډول وژونکوڅخه (ټاکسین) ترټولوښه اغیزې لری، چی دډېروکلونوراهیسی ئې ډېره ښه نتیجه ورکړېده دبېلګې په ډول سره ځینی افریقایی لړمان چی پنډه لکۍ لری اوډېرښه (ټاکسین) تولیدوی چی د (AaIT) په نامه سره یادیږی، داډول زهریواځی اویواځی حشرات له مینځه وړی اووانسان ته هیڅ ګواښ نه دی چی داډول لړما ن یواځی ملخ اومچخ وژلای شی اوبس، چی دالړمان په حقیقت کی ددهقان لپاره ډیرګټوردی، ځینی لړمان داسی (ټاکسین) تولیدوی چی صرف غوماشی وژلای شی اوحال داچی غوماشی دډېروناوړوناروغیوسبب دی، اودغوماشووژل په حقیقت کی یوګټورکاردی۔ وبل لورته مخکی دزراعت دښه ودې لپاره ساینس پوهانودحشراتودوژلولپاره دباکتریاوو اوفنجی څخه درمل جوړول اوس په طبعی ډول سره دلړمانوڅخه دادرمل بېله تکلیفه په لاس راځی اوکله چی دلړم زهرراټول وپاشل (Spray) شی دادحشراتوپه وژولوکی ترټولواغیزمن کاردی۔ 
ځینی لړمان داسی (ټاکسین) تولیدوی چی پرځینوتی لرونکوحیواناتواغیزی لری لکه پرلیوه، ګیدړې اوموش خرما چی داهم وانسانی ژوندته ګټورکاردی، ځکه داحیوانات هم وانسان ته ګواښ دی۔ټاکسین ژونکې (حجری) هم وژنی چی روغتیاپالان دسرطانی غوټو(Turmors) په کنترول کی ورڅخه زیات کاراخلی، ټاکسین دژونکوپه بې حسه کولوکی هم کاراخیستل کیږی، چی ددرد ارامولو(Pain Killer) لپاره ترټولوښه اغیزمن دارواودرمل دی۔ اواوس په عام ډول سره ددرد دارامولولپاره دسمندری حلزون دټاکسینوڅخه استفاده کیږی۔ 
دالیکنه د 
Truth International, Vol:7, Issue No: 14 
رااخیستل شویدی۔ 
په اسلامی پاکه مینه 


نوشته شده توسط عبدالقهار کتوازی در 13:17 |  لینک ثابت   • 

دوشنبه دوازدهم مهر 1389

لنډې خو دکار خبرې( لیکوال ایچ جکسن براون)

.

·        هیڅکله تروخت مخکې بریالیتوب مه څرګندوه .

·        کله چې پرمنقل کوم شي ایشي له پخلنځي بهر مه ځه .

·        کله چې څوک پرنجی کوي ووایه عافیت دې وي .

·         هڅه وکړه پخواني ترلاسه شوي بریالیتوبونه  ستا دراتلونکوبریالیتوبونومخه ونه نیسي .

·        تل له ګناه سره انډوله سزا په نظر کې نیسه ږ

·        هیڅکله دښو فلمونو او کتابونو پاي چاته مه وایه .

·        دا اجازه مه ورکوه چې ستا کورنۍ او په خپله  ته په کارونو کې دومره  ډوب شئ چې  دیو وخت ډوډۍ لپاره پریوه دسترخوان دټولیدا وخت ونه لرئ .

·        دغه درې آرونه تل په یاد لره : ځان ته درناوی ، نورو ته درناوی ، اودخپلو کارونو او اعمالو په وړاندې دمسولیت احساس .

·        هڅه وکړه زده کړې چې کله ماته خورې یا ناکامه کیږې ترې درس واخلې .

·        دشپې مهال ترهغه چې دکورنۍ ټول غړي کورته نه وي ستانه شي دانګړ څراغ مړنه کړې .

·        کله چې دشپې له پلوه میلمستیا ته ځې دکوربه لپاره یوه ډاله واخله کتاب ترټولو غوره ډالۍ ده  .

·        کله چې په ژوند کې دلویوخوښیو لټه کوې پرکوچنیو هغوسترګې مه پټوه ږ

·        تل په کور او ګاډي کې  دلومړنیوطبي مرستویو ډبی ساته .

·        مه پریږده چې یو کوچنی اختلاف ژوره دوستي ختمه کړي .

·        له هغې میرمنې سره واده مه کوه چې ګډه ډوډۍ ورسره خوند نه درکوي .

·         کله چې نیت لري دپلي تګ لپاره لیرې واټونو او ځایونو ته لاړشې حتماً یوه قطب نما درسره اخله .

·        دمچیو دساتلو اوپاللو دڅرنګوالي په هکله کتاب ولوله .

·        کله چې له نهیلۍ او  ناامیدۍ سره مخامخ شې درې ځله چیغه وکړه .

·        دا مه هیروه نیکمرغي دهغو کسانو دروازه ورټکوي چې نیکمرغۍ ته درسیدا هڅه کوي.

·        کله چې له تا غوښتنه کیږي چې پيانو ووهه له کومې پلمې پرته دغه کار وکړه .

·        هڅه وکړه په لوبوکې دچاپلویتوب ونه کړې .

·        دافکر مه کوه چې یوازې دمینې په ځواک سره  له یوه بدکسه ښه سړی جوړ کړې .

·        کله چې له یوې غونډې بهرشي سمدستي ددې غونډې نښه یا آرم له خپلو جامو لیرې کړې .

·        په خپلې دندې کې تل داسې کار کوه چې مشراو یا مدیر دې دنورو له نظره ښه  سړی ښکاره شي .

·        کله په یوه کتار کې خپل نوبت نورو ته ورکوه .

·         تل یو وړوکی چاقوله ځان سره ساته .

·         له هغه چاسره مجلس او ملګرتیا کوه چې ترتا ېې نظر پراخ وي .

·        له سرخوږیو ځان ساته .

·        هڅه وکړه دنورولپاره سرخوږي پيدا نه کړې .

·        له خلکوسره تردې ډیره مرسته کوه چې له تا ېې تمه لري او دغه کاردزړه له تله کوه .

·        تل  لومړنی کس اوسه چې له حقه دملاتړ لپاره راپورته کیږي .

·        کله چې د دوو هیجاني اوپه زړه پورې کارونولپاره تا ته دانتخاب حق درکوي هغه کار  غوره کړه چې مخکې دې نه وي امتحان کړی ږ

·        په یاد ولره هغه وخت چې پر خپلو بچیانو ېې لګوي هیڅکله بې ځایه نه وي .

·        په یاد ولره هغه و خت  چې د دوکسانو د ملګرتیا په ژورتیا لګیږي بې ځايه نه وي .

·        ځینې کسان داسې وي چې تل له تاپوښتنه کوي  ولې هغه څه نه شې ترلاسه کوئ چې لټه ېې کوې دغوکسانو ته اهمیت مه ورکوه .

·        کله چې نه پوهیږې دیوکار اوخدمت لپاره باید څومره پيسې ورکړې پوښتنه وکړه چې شکرانه دې څومره شوه .

·        که غواړې په کوم کار اوکسب کې له چاسره شریک شې ډاډمن شه چې ستا شریک حتماً کافي پيسې لري .

·        کله چې دیوې کمپنۍ  له خدمتونو یامحصولاتو راضي او خوشاله نه ېې دهغه ځايم مشرته لیک واستوه او بیا دتلفون له لارې دغه مسله تعقیب کړه .

·         هغه ګاډي کې مه سپریږه چې ډریورېې له دماغي پلوه پوره روغ نه وي .

·         تل دبریالیتوب دغه درې آرونه په  یاد لره : وړتیا ، انعطاف منل ، او میړانه .

·         دډیرې وړې معاملې له ترسره کولومخکې هم  لږترلږه دوه ځله پرې فکروکړه اوله هغه وروسته پریکړه وکړه  .

·        هیڅکله له خپلې میرمنې سره دچکر وهلو فرصت له لاسه مه ورکوه .

·        په دې فکر چې ته یوازې دکوچنیو کارونو وس لرې دمهمو کارونو له ترسره کولو ځان مه غړوه .

·         کله چې دجامو په اغوستو کې شک کوې یوه شین بخونه کورتۍ او ایرن رنګه پتلون له سپین کمیس سره واغونده په دغو جامو سره تل شیک او لوکس ښکارې .

·         کله چې بس ته خیژې ډریورته سلام کوه او چې ترې کوزیږې له هغه مننه وکړه ږ

·        کله چې چاته کتاب ورکوې دکتاب په لومړي مخ ورته کوچنی یادداشت ولیکه .

·        هیڅکله له تحفې کاغذه پرته چاته ډالۍ مه ورکوه .

·         دخپلو بچیانو لپاره ځینې عملي او منطقي اصول او آرونه وټاکه .

·        سترو هدفونو ته درسیدالپاره هرکار ته ملاوتړه .

·        دخپلې خوښې شعرونه حفظ کړه .

·        کله چې له چادیوځاي دآدرس په هکله پوښتنه کوې له هغه وغواړه لږترلږه دوه ځله ېې درته تکرار کړي.

·        کله چې دستومانۍ احساس کوې خو مجبوره ېې خپل کارته دوام ورکړې مخ او لاس ووینځه  اویوجوړه پاکې جورابې او کالي واغونده هغه وخت به وګورې چې بیرته ځواکمن شوی ېېږ

·        دنورو دغلطیوپه وړاندې زغم ولره او وېې بخشه  همغه ډول چې پر خپلو عیبونو اوغلطیو سترګې پټوې.

·        هغوځایونو ته مه ننوځه چې پر دروازې ېې لیکل شوي وي میرمنو ته ښه راغلاست وایو .

·         کله چې کومه غلطي وکړې دسمون هڅه ېې وکړه .

·         دمالي مسلو په هکله هڅه کوه واقع بین اوسې .

·         کله چې دټلفون غوږی پورته کوې موسکی شه  ډاډه اوسه چې  مقابل لوری ستا په غږ کې  دغه موسکا احساسوي .

·        دخپلو کارکووونکو او ترلاس لاندې کسانو لپاره لوړ 

·        نوربیا

 عبدالقهار کتوازی 

هند کټک ښار اوریسا

نوشته شده توسط عبدالقهار کتوازی در 2:59 |  لینک ثابت   •